کمبوډيا او ټايلند د ډسمبر په ۲۷مه نېټه د سرحدي چارو د عمومي کمېسيون په يوې ځانګړې ناستې کې د اوربند ګډه اعلاميه لاسليک کړه.
د چين د خارجه وزارت د وياند دفتر په همدې ورځ د يادې ګډې اعلاميې هرکلی وکړ، ډیالوګ او سلا مشورې يې د پېچلې شخړې د حل اغېزمنې لارې چارې بللې او ويلي يې دي، چين، اسيان او نړيوالې ټولنې د اوربند په پار ګډې هڅې کړې دي.
د چين خارجه وزارت دا هم وويل، چين غواړي د کمبوډيا او ټايلند ترمنځ د لا پوره او مشخص نظرتبادلې لپاره ډګر او اسانتيا برابره کړي. د چين خارجه وزير وانګ يي به د ډسمبر په ۲۸مه او ۲۹مه نېټې د خپل هېواد په يون نان ولايټ کې د کمبوډيا له مرستيال خارجه وزير او د ټايلند له خارجه وزير سره غونډه جوړه کړي چې پکې به د دريو هېوادونو پوځي استازي هم برخه ولري.



































