د چين د غلودانو او توکو د ذخيرې ملي ادارې د ډسمبر په ۲۷مه نېټه يو لړ شمېرې خپرې کړې چې له مخې يې تر اوسه پورې د دغه هېواد د غلودانو مختلفو ارګانونو د مني غلودانو څه باندې ۲۰۰ ميليونه ټنه پيرودلي. دا اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۲ميليونه ټنه زياتوالی ښيي.
د معلوماتو له مخې، د سږني مني غلې دانې ښه کيفيت لري چې د پير او پلور بازار ګرم ښکاري.



































