د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مشر جاو له جي د ډسمبر د ۲۷مې نېټې په سهار د دغه هېواد د ۱۴مې دورې ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې د ۱۹مې غونډې د پای مراسمو مشري وکړه. هغه په دې مراسمو کې ويلي، د يادې غونډې په ترڅ کې ۱۴ قانوني مسودې څېړل شوې چې ۶ دانې يې تصويب شوې دي، د ملي شورا ۵ راپورونه او د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې دوه راپورونه اورېدل شوي او څېړل شوي دي.



































