اوسنۍ نړۍ ډېره بې ثباته او کړکېچنه ده، خو لا هم د اميد څرکونه پکې لګېږي او د همکارۍ رڼا یې نه ده مړه شوې.
د چين او سراسري جنوب هېوادونو ترمنځ همکارۍ په ۲۰۲۶م کال کې د نړیوال پرمختګ او امنيت لپاره ثابت خوځنده ځواک برابرولی شي؛ ځکه د چين د پرمختګ لار د سراسري جنوب هېوادونو د پرمختګ له غوښتنې سره سمون لري.
د نړۍ ډېر هېوادونه له چلينجونو سره مخ دي او په داسې حال کې د چين د حکومتولۍ افکار او وړانديزونه د ګډې موافقې د جوړېدو لپاره کليدي يادېږي.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۲۵م کال په سپتمبر کې « د شانګهای همکارۍ سازمان+» غونډه کې د نړيوالې حکومتولۍ وړاندیز مطرح کړ او نړیوالې ټولنې يې تود هرکلی وکړ.
د کمبوډيا د علومو شاهي اکاډمۍ د چيني چارو انسټيټيوټ مشر سېرېواس پر دې اند دی، چې ياد وړانديز د نړيوال پرمختګ، امنیت او تمدن له وړاندیزونو سره په ګډه د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړونې لپاره لوی خوځنده ځواک برابرولی شي.
په اوسني پاشلي نړیوال وضعيت کې د سيمه ييزو همکاريو لاسته راوړنې ډېرې ارزښتناکې دي.
د هند يوه مشهور خبريال اومېش چاتوروېدي د هند او چين ترمنځ د مستقيمو الوتنو د بيا پيل په اړه خوشحالي څرګنده کړې او د دواړو هېوادونو ښې اړيکې يې د اسيا د ثبات لپاره مهمې بللي او په وينا يې، دا به خلکو ته د پرمختګ ډېرې ګټې ورسوي.
د چين او اسيان ترمنځ همکارۍ نورې هم پياوړې شوې دي.
د ميانمار د يانګون رسنيز ګروپ مشر وو کوکو د چين ۱۵م پنځه کلن پلان مطالعه کړی او پر دې اند دی، چې په دغه پلان کې پر باکيفيته پرمختګ تمرکز شوی، چې دا به د صنايعو عصري کېدو، ډيجيټلي اقتصاد او زرغون پرمختګ ته وده ورکړي.
نوموړي ويلي، د چين ۱۵م پنځه کلن پلان به نه يوازې د دغه هېواد د پرمختګ لوری روښانه کړي، بلکې د زراعت، انرژۍ او صنعتي پرمختګ په برخو کې به هم د ميانمار په شمول د شاوخوا هېوادونو لپاره نوي همکاريز فرصتونه برابر کړي.
د چين د ټېکنالوژۍ نوښت د همکاريو لپاره مهم بلل کېږي.
د ترکيې د هوايي چلند د تخنيک مجلې ليکوال زولال څېليک ډيجيټلي همکارۍ ډېرې مهمې بولي.
نوموړي اوسنۍ نړۍ د لوی بدلون په حال کې بللې او ويلي يې دي، چې اوس د مصنوعي ځيرکتيا او د لويو ډېټاګانو په شمول تخنيکونه د نړیوال اقتصاد وضعيت ته په کتو جوړېږي. چين په دې هڅه کې دی، چې د سراسري جنوب هېوادونو سره ډيجيټلي همکاريزې اړيکې لا نږدې کړي او د تخنیکونو لاسته راوړنې له نورو هېوادونو سره شريکې کړي.
د چين او سراسري جنوب هېوادونو د همکاريو بېلګې د دې ښکارندويي کوي، چې ټول هېوادونه دې د ګډو سلامشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو پر نظريو ټينګار ولري او په کړکېچونو کې دې د همکارۍ ټينګ بنسټ جوړ او د ۲۰۲۶م کال د نړيوال پرمختګ لپاره دې ثبات برابر کړي.



































