چین میډیا ګروپ د ډسمبر په ۲۸مې نېټې د ۲۰۲۶م کرنیز کال د پسرلني اختر په وياړ د هنري نندارې څلور فرعي ډګرونه اعلان کړي، چې له مخې به يې د دغې هنري نندارې مرکزي ډګر په بېجينګ او څلور فرعي ډګرونه به يې په جلا جلا توګه د دغه هېواد په هاربين، يي وو، هه فې او يي بین ښارونو کې وي.
په دغو نندارو کې به داسې هنري پروګرامونه نندارچیانو ته وړاندې شي، چې د یادو سیمو ځانګړتیاوې او ځایي ولسي دودونه به پکې انعکاس شوي وي.
د چین میډیا ګروپ د هنري پروګرامونو د مرکز مسؤل جانګ ګوه فې ویلي، چې د کرنیز کال د پسرلني اختر هنري ننداره په نړۍ کې د چینایانو لپاره د دغه اختر د لمانځلو یو مهم کلتوري سمبول او د بېلا بېلو سیمو د خلکو ترمنځ د اړیکو ټینګولو او د ملي یووالي ځنځیر بلل کېږي.
نوموړي ويلي، په وروستیو کلونو کې د پسرلني اختر د هنري نندارې فرعي ډګرونه د اړوندو ښارونو د کلتوري ځانګړتیاوو او سیمه ییزو دودونو د ښودلو پلاټفورم ګرځېدلی او ډېر سیلانیان یې راجلب کړي دي.



































