د چين د خلکو ازادي بښونکي پوځ د ختيځې پوځي سيمې قوماندې مطبوعاتي ویاند شه يي په دې وروستيو کې رسنيو ته ویلي، چې د ختيځې پوځي سيمې سمندري او هوايي ځواکونه به د ډسمبر له ۲۹مې نېټې څخه د تایوان ټاپو شاوخوا کې د جنګي چمتووالي ګزمې پیل کړي او څو جنګي الوتکې به یې د تایوان ټاپو هوايي او سمندري سیمو ته نږدې شي.
نوموړي د دغو تمرینونو موخه د پوځي سیمې د ځواکونو د چټکو عملیاتو، ځای پر ځای کولو او د اړوند سیسټم د کنټرول توان ازموینه ښودلې ده.
د چین د ختیځې پوځي سیمې ځواکونو د روانې میاشتې په ۲۹مې نېټې د تایوان تنګي له مرکزي هوايي او سمندري سیمو څخه د جنګي او بېپيلوټه الوتکو له لارې د ځمکنيو ګرځنده اهدافو د نښې تمرین ترسره کړی دی.



































