د کرنې او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو مرستيال بازمحمد فيضان په مشرۍ پلاوي د کرنيزو وسايلو او د اوبو لګولو نوې ټکنالوژۍ په نندارتون کې د ګډون په موخه تهران ته سفر کړی. کرنې وزارت ویلي، چې دغه پلاوی به د تهران په تخصصي نندارتون کې د ګډون سربېره د کرنې، اوبو لګولو او اړوندو ټکنالوژيو په برخه کې له فعالو شرکتونو او بنسټونو سره په دوه اړخيزو سوداګريزو ناستو کې ګډون وکړي او له بېلابېلو برخو څخه به ليدنه وکړي.



































