د پنجشېر ولایت ځايي مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت له ۳۱ روغتیايي مرکزونو سره د ۴.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي او غیرطبي وسایلو مرسته وشوه. د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین لټون ویلي، دا مرستې د «مووف» موسسې له لوري برابرې شوې او د مرکز بازارک او اوو ولسوالیو روغتیايي مرکزونو ته وېشل دي. نوموړي زیاته کړې، چې په دغو مرستو کې بېلابېل طبي او غیرطبي وسایل، مېزونه، د اورلګېدنې ضد تجهیزات، د پخلنځي وسایل او محافظتي توکي شامل دي.



































