د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د نغلو ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید دستګاه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر په دې مراسمو کې وویل، چې دغه دستګاه د ۱۸ میلیونه ډالرو په لګښت جوړه شوې، چې تر یو حده به کابل کې د برېښنا د کمښت ستونزه هواره کړي. نوموړي دغه راز وویل، چې برېښنا شرکت ته له تېر حکومت پاتې لسګونه میلیونه ډالر پور په درېیو کلونو کې ورکړل شوی دی. نوموړي وویل، د هېواد د برېښنا شبکه په تېر وخت کې نیمګړې پاتې وه، چې د ښه والي لپاره یې شاوخوا ۵ میلیارده افغانۍ ځانګړې شوې دي. د هغه په خبره، د صنعت کارانو او کورونو لپاره د برېښنا برابرولو په برخه په ټول هېواد کې کار دوام لري.



































