د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان لپاره د سویس د پراختیا او همکارۍ ادارې د دفتر له رییس اېریک مارکلي او مل پلاوي سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د کوکنارو د کښت د مخنیوي او د بزګرانو د ملاتړ، د اقلیمي بدلونونو، د پراختیایي پروژو د تطبیق او د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې کړې دي. د کرنې وزارت مرستیال دکوکنارو د بدیل کښت، د اوبو د مدیریت، د ځنګلونو د جوړولو، له وچکالۍ سره د مبارزې او د بزګرانو د ملاتړ په برخو کې د ملي او نړۍوالو بنسټونو پر همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل، اوس د دې وخت رارسېدلی چې پراختیایي پروژې په بنسټیزه، شفافه او اغېزمنه توګه پلي شي.



































