د ايران ولسمشر وايي، دوی د واشنګټن د بنديزونو پر خلاف حقوقي قضيه ثبتوي. حسن روحاني په يوه رسمي غونډه کې ويلي، د امریکا بنديزونو يوازې د ايران خلک په نښه کړي دي. دده په خبره امریکا د ایران د اټومي پروګرام او حکومت پر ضد نه بلکې د ایران د وګړو پر ضد اقدامات ترسره کوي او ددوی ژوند یې په نښه کړی دی. دده په وینا د امریکا اقدامات د چاپېریال، د خلکو د ژوند او د خلکو د خوندیتوب پر ضد دی. روحاني ټینګار کړی چې د امریکا د بندیزونو په اړه نړیوالو بنسټونو ته شکایتونه ثبتوي. امريکا د ټرمپ د واکمنۍ له پیل سره سم پر ايران بيا بنديزونه ولګول چې ويل کېږي د ايران اقتصاد ته يې سخته ضربه رسولې او په هغه هېواد کې يې د کاروبار شرایط له ستونزو سره مخامخ کړي دي.





































