د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند، سید نسیم سادات ویلي، د ملي لوبډلې د پخواني چټک توپ اچوونکي شاپور ځدراڼ ته د درملنې لپاره د هند ویزه اخلي او هغه د درملنې لپاره دغه هېواد ته استوي. سادات ډاډ ښودلی چې راتلونکو ورځو کې به یې د استولو چارې برابرې شي. د شاپور ځدراڼ روغتیايي ستونزه د وینې سپین کوریات کمېدل ښودل شوي.



































