د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د ۲۰۲۵کال په وروستیو ۳ میاشتو کې ۳.۸ میلیون ناروغانو د هېواد دولتي روغتونونو ته مراجعه کړې ده. د یاد وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل ویلي، چې په دې موده کې د نږدې ۲.۴ میلیونه ناروغانو عمرونه له ۵ کلونو زیات دي. ۱.۴ میلیون هغه ناروغان دي چې له پنځو کلونو کم عمر لري. په ورته مهال د عامې روغتیا وزارت د ویاند په خبره، دا هغه ناروغان دي چې ټوخي، زکام او تنفسي ناروغانو باندې اخته شوي دي. د مالوماتو له مخې تر ټولو ډېره د یادو ناروغیو اصلي لامل د هوا ککړتیا بلل شوې ده.



































