چین څو ورځې مخکې د ۲۰۲۵م کال لپاره د صنعتي اقتصاد راپور خپور کړی او پکې یې ویلي، چې “د صنايعو او معلوماتي ټیکنالوژۍ سکتور د دغه هېواد په اقتصادي وده کې له ۴۰٪ څخه ډېره ونډه اخیستې ده”.
کله چې د صنعت د اقتصادي ودې پر ونډې بحث کېږي، نو معمولاً د صنعت اضافي ارزښت او د تولید تناسب په څېر معلوماتو ته مخه کېږي.
د چين د صنعتي اقتصاد په راپور کې د صنایعو او معلوماتي ټیکنالوژۍ سکتور ونډې ذکر شوي او دا د دې ښکارندويي کوي، چې دغه هېواد عصري صنعتي سیسټم د نوي او بهتر کېدو په لور د تګ په هڅه کې دی.
چین له ۱۴۰ ټریلیون یوانو څخه ډېر اقتصادي حجم لري او د صنايعو او معلوماتي ټېکنالوژۍ سکتور يې پکې د ۴۰٪ ډېرو ونډو په اخيستلو خورا مهم ارزښت لري.
د چين د صنعتي سکتور سرچینو رسنيو ته ويلي، چې د صنايعو او معلوماتي ټېکنالوژۍ سکتور په احصائيه کې يې په عمده توګه د صنايعو، معلوماتي لېږد، سافټویر او د معلوماتي ټیکنالوژۍ د خدماتو چارې شمېرل شوې دي.
په ۲۰۲۵م کال کې، د چین اقتصادي بنسټ نور هم پیاوړی شوی دی. د دغه هېواد د صنعت اضافي ارزښت ۴۱.۷ ټریلیون یوانه ښودل شوی، چې په اقتصادي وده کې یې ۳۵٪ ونډه لري او دا د تېر کال په پرتله ۱.۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
د چين د سکتور توليدي پيمانه، چې د يو هېواد د صنعتي اقتصاد اصلي برخه بلل کېږي، پر له پسې پراخه شوې او د کټګوریو د بشپړ سیسټم ګټه یې نوره هم څرګنده شوې ده. د تولیدي سکتور اضافي ارزښت يې د مسلسلو ۱۶ کلونو لپاره مخکښ نړيوال ځای خپل کړی او دغه راز د معلوماتو لېږد، سافټویر او معلوماتي ټیکنالوژۍ د خدماتو د سکتور اضافي ارزښت يې ۷.۰۶ ټریلیون یوانو ته رسېدلی دی، چې دا د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښيي او په اقتصادي وده کې یې ملاتړی او چلوونکی رول نور هم پياوړی شوی دی.
دغه ارقام د چین د صنعتي تصدیو د هغو هڅو ښکارندويي کوي، چې د نړیوال اقتصادي او سوداګریز وضعیت د بدلونونو په حال کې يې د بازار د ترتیباتو د متنوع او د خپلو محصولاتو د جوړښت د اصلاح لپاره کړې دي. دغه ارقام همدارنګه د چین د بېلا بېلو خواوو د ګډو هڅو په نتيجه کې هم رامنځته شوي، چې د مهمو ټیکنالوژیو او تجهیزاتو په څېړنه کې شوې دي.
د دې لوی اقتصادي حجم په رامنځته کولو کې د نوي کيفيت توليدي ځواک ډېر مهم رول لوبوي.
په تېر يو کال کې په چين کې يو لړ نويو صنعتي سکتورونو د سيالۍ قوي ځواک ښودلی دی: تېر کال په دغه هېواد کې د نوې انرژۍ د موټرو پلور ۱۶.۴۹ ميلیونه عرادې ښودل شوی، د صنعتي روبوټونو تولید يې د وړم کال په پرتله ۲۸٪ زياتوالی ښودلی، د ملکي ډرونونو تولید او ډولونه یې په پرله پسې توګه زيات شوي، فوتوولټیک صنعت يې د ثابت رشد په حال کې دی او د کښتیو جوړولو صنعت يې په کمي او کیفي لحاظ وده موندلې ده.
د امریکا په لاس ویګاس کې د ۲۰۲۶م کال د مصرفي او الکترونیکي محصولاتو په نړيوال نندارتون کې، چې څه موده مخکې ترسره شو، د انسان شکله روبوټونو په نندارځي کې یې، چې د “راتلونکي نسل ټرمینل” په توګه ستایل شوی، ۳۸ تصديو برخه اخیستې وه، چې په دې کې ۲۱ یې چيني تصدۍ وې.
بهرنیو رسنیو په راپورونو کې ليکلي: چیني شرکتونه پر ځان باور لري او د خپلې ټیکنالوژیکي ودې ثمره نندارې ته وړاندې کوي او د روبوټ، د موټرو اوټوماټيک چلولو او پر مصنوعي ځیرکو ټکنالوژيو سمبال د کور سامان الاتو په برخو کې رجحان رهبري کوي.
مدغم پرمختګ د عصري صنعتي سیسټم د جوړولو یوه مهمه لاره ده. چين د صنایعو او معلوماتي ټیکنالوژۍ سکتورونو ترمنځ د مدغم پرمختګ لپاره ډېرې هڅې کړي او پرمختګونه يې موندلي دي. د بېلګې په توګه، په دغه هېواد کې ۵ جي او ګیګابایټ اپټیکل شبکې د ملي اقتصاد له ۹۷ لویو کټګوریو څخه په ۹۱ کټګوریو کې استفاده شوي، صنعتي انټرنېټ يې ۴۱ لويې صنعتي کټګورۍ تر پوښښ لاندې راوستلي، چې د صنعتي تولید لپاره يې د معلوماتو د شریکولو لاره هواره کړې ده. په چين کې له ۵۰۰ څخه ډېرې غوره سمارټ يا ځیرکې فابریکې جوړې شوې دي او ۱۵ فابریکې يې د تخنيکونو، تجهیزاتو او سافټویر د مدغم نوښت په برخه کې لارښوونکی رول لوبوي.
مصنوعي ځيرکتيا د چين په مهمو صنعتونو، لکه فولادو، برېښنا او مخابراتو کې کارول شوې، چې له امله يې د دغه هېواد د تولید پروسې اصلاح او کیفیت او موثریت لوړ شوی دی.
چين د خپل اقتصادي او ټولنیز پرمختګ په ۱۵م پنځه کلن پلان کې موخه ټاکلې، چې عصري صنعتي سیسټم به جوړوي او عمومي پرمختګ به مومي.
چين د جنورۍ په شپږمه «د صنعتي انټرنېټ او مصنوعي ځيرکتيا د ادغام لپاره عملياتي پلان» او د جنورۍ په اوومه يې «”د مصنوعي ځيرکتيا + تولید “د ځانګړو عملیاتو د پلي کولو نظرونه» خپاره کړي دي.
د چين بېلا بېلو خواوو د روان کال په درشل کې ګډې او دوامدارې هڅې کړي، څو د مصنوعي ځيرکتيا په ګډون ډیجیټل ټیکنالوژي يې د حقیقي اقتصاد له ځنځير سره مدغمه شي.
د چين ۱۵م پنځه کلن پلان په روان ۲۰۲۶م کال کې پيل شوی، چې صنعتي پرمختګ يې د ډيجيټل ټیکنالوژۍ پرمټ تقویه کېږي. چين هڅه کوي، چې د حقیقي اقتصاد بنسټ ټينګ کړي او له ډيجيټل او مصنوعي ځیرکتيا ټکنالوژيو ښه اسفاده وکړي او د صنايعو لوړتيا چټکه او راتلونکې پرمختيا ښه تضمين کړي.



































