عامې روغتیا وزارت ويلي، چې د بریتانیا د (ډياوار) خیریه بنسټ اړوند ۱۲ ډاکټران پرون کابل ته راورسېدل. دغه ډاکټران به په بېلابېلو برخو کې د یوې اونۍ لپاره له نورو چارو سربېره په روغتیايي مرکزونو کې د ناروغانو درملنه هم وکړي. د یاد خیریه بنسټ بریتانیا کې فعالیت لري او په دې یو اونیز طبي ماموریت کې د امریکا، انګلستان، هند، لبنان، قطر او یو شمېر نورو هېوادونو د اورتوپیدي، زړه، عمومي جراحي، انستیزي، بیړني طب، سترګو او سرطان ناروغیو درملنې برخو کې ۱۲ متخصص ډاکټران شامل دي. روغتیا وزارت ویلي، یاد ډاکټران به د یوې اونۍ په ترڅ کې په ټاکل شویو روغتیايي مرکزونو کې ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه هم وړاندې کړي.



































