د ایران هغه څلور سرحدي سرتېري تهران ته ستانه شوي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو ژغورلي وو. د ایران دولتي رسنۍ وایي، دغه سرتېري د افراطي وسله والو له خوا نیول شوي وو. د ایران دولتي ټلویزیون د دغو ساتونکو هغه ویډیو ښودلې چې له یوې ټرانسپورټي الوتکې ښکته کېږي. د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک مشر جنرال محمد پاکپور ددغو ژغورل شویو سرتېرو هرکلی کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د پاکستان پوځ ویلي وو چې هغه څلور ایراني سرتېري یې ژغورلي دي چې څه موده وړاندې له سرحدي سیمې وسله والو تښتولي وو. پوځ دا یادونه نه وه کړې چې دا سرتېري یې کله، څنګه او د چا له منګولو ازاد کړي دي.





































