په هلمند ولایت کې د فرعي ګمرکاتو مشر محمد قاسم حقمل ویلي، چې نږدې ۲زره کیلو ګرامه انساني او کرنیز درمل یې د ګرمسېر ولسوالۍ اړوند رېګ سیمه کې لهمنځه وړي دي. د مسوولینو په خبره سوځول شوي توکي یې د تېرو ۲ میاشتو په لړ کې ترلاسه کړي وو. ځایي چارواکو له خلکو غوښتي، چې افغانستان ته د ناقانونه، بېکیفیته او قاچاقي توکو له وارېدولو ډډه وکړي. د یوه بل خبر له مخې په بلخ ولایت کې بیا د عامې روغتیا ریاست د ۱۰۰ ټنه تاریخ تېر درملو او خوراکي توکو د سوځولو خبر ورکړی دی.



































