په پاریس کې د اعتراض کوونکو او پولیسو ترمنځ خال خال نښتې شوې دي. وروسته له هغه چې چارواکو په فرانسه کې پر لاریونونو بندیز ولګاوه، دا د حکومت پر ضد د ژیړو واسکټونو د اعتراض کوونکو لومړی لاریون دی. فرانسوي چارواکو وروسته له هغه پر لاریونونو بندیز ولګاوه چې د تېرې اوونۍ په لاریون کې تاوتریخوالی رامنځته شو. د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ یو شمېر کسانو د پاریس په شانزه لیزې واټ کې د لاریون په ترڅ کې دوکانونه، رسټورانټونه او بانکونه ولوټل. ویل کېږي چې په دې لاریونونو کې د دې هېواد شاوخوا ۴لکه کسانو برخه اخیستې ده. په فرانسه کې دا لاریونونه کابو څلور میاشتې مخکې د اقتصادي فشار، لوړو مالیو او دتېلو د بیې د زیاتېدو په غبرګون کې پیل شوي دي.





































