د افریقا په جنوب کې د توپان او سیلابونو له امله د وژل شوو شمېر ۷۰۰ کسانو ته رسېدلی دی. یوه اونۍ کېږي چې د ادای په نامه توپان د افریقا په جنوب کې درې هېوادونه سخت ځپلي دي. وروستۍ شمېرې ښيي چې ددغه توپان له امله په موزمبیق، زیمبابوې او مالاوي کې ۷۰۰ کسان وژلي شوي دي. مرستندویه ادارې د سخت توپان له امله پر وخت مرسته نه شي کولی او د چاپېریال ساتنې ادارې وایي، چې ښایي توپان دوام وکړي او د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شوي. د یادو هېوادونو چارواکو پر نړیوالو مرستندویو هم غږ کړی چې په دې سختو شرایطو کې ددوی لاسنیوی وکړي.





































