په پاکستان کې د یکشنبې په ورځ د دوو هندي نجونو د تښتونې او اسلام دین ته د هغوی د ور اړولو ادعا د دې دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ تازه کړکېچ راپورته کړی دی. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري پرون ویلي، لومړي وزیر عمران خان د سند حکومت ته امر کړی چې د دې پیښې په اړه دې جدي پلټنې وکړي. پاکستاني پولیسو ویلي چې ددغو هندوو نجونو والدینو د خپلو لورانو د ورکېدو شکایت له دوی سره ثبت کړی دی. په ورته وخت کې د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج په یو ټویټ کې له خپل عالي کمېشنره غوښتي چې د یادې پېښې او ادعا په اړه راپور ورکړي. خو پاکستان یې په ځواب کې ویلي ښه ده چې په خپل هېواد کې په لږکیو مسلمانانو پام وکړي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په پاکستان کې پر لږکیو د ظلمونو راپورونه ورکړل شوي دي.





































