د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو خپل روسي سیال ته ویلي چې د مسکو له خوا وینزویلا ته د پوځي پرسونل استول تاوتریخوالی ډېرولی شي او خبرداری یې ورکړ چې واشنګټن به په دې اړه چوپ پاتې نه شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند رابرټ پلادینو ویلي چې پومپیو پرون سرګي لاوروف ته پر ټلفون ویلي، دا چې روسیه په وینزویلا کې تاوتریخوالی ډېروي، نو امریکا او د سیمې هېوادونه به لاس تر زنې پاتې نه شي. پومپیو دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د وینزویلا یوه چارواکي ویلي، د روسیې الوتکې د دغه هېواد د روانې پوځي همکارۍ د یوې برخې په توګه د اوونۍ په وروستیو کې کاراکاس ته رسېدلې دي.





































