د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د چین له سفیر جاو شېنګ سره کتلي دي. بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او چین د اړیکو پر پیاوړتیا او د سیمې پر وروستي امنیتي وضعیت، په ځانګړي ډول د پاکستان له لوري د افغانستان پر حاکمیت د تیري په اړه خبرې وشوې. متقي د افغانستان د متوازن او اقتصادمحوره بهرني سیاست یادونه کړې او ویلي يې دي چې افغانستان د متقابل درناوي، نهمداخلې او ښه ګاونډیتوب پر بنسټ اړیکې غواړي. په دې لیدنه کې د چین سفیر هم د سیمې د ټیکاو پر اهمیت ټینګار کړی او هیله یې څرګنده کړه چې اختلافات باید د خبرو او ډیپلوماټیکو لارو حل شي.



































