د هرات ولایت ځايي چارواکي وايي، چې په تېرو ۳ میاشتو کې د هرات له تاریخي ځایونو نږدې ۱۲ زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لیدنه کړې ده. د سرچینې د مالوماتو له مخې، په دغو سیلانیانو کې ۶۶۷ تنه بهرنیان دي او پاتې نور د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي دي. هرات د اختیارالدین کلا، جامع جومات او نورو فرهنګي ځایونو په ګډون سلګونه تاریخي اثار او ودانۍ لري، چې هر کال ګڼ شمېر کورني او بهرني سیلانیان یې لیدو ته ورځي.































