د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د ازبکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه، د یوه پلاوي په مشرۍ نن دغه هېواد ته سفر کړی دی. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د سفر موخه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو او دوهاړخیزو همکاریو پیاوړتیا او د تخنیکي او اقتصادي اړیکو پراختیا ده. ټاکل شوې ده، چې دغه سفر د نومبر له ۷مې تر ۱۲مې دوام وکړي او په ترڅ کې یې دواړه لوري د کرنې، مالدارۍ او خوراکي توکو د پروسس په برخو کې د همکاریو پر پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د عملي هوکړهلیکونو پر تعقیب خبرې وکړي.































