د اسلامي نړۍ د علماوو د نړۍوالې اتحادیې مشر، علي القره داغي، پر افغانستان او پاکستان غږ کړی چې د روژې په مبارکه میاشت کې جګړه ودروي او د دیني او انساني اصولو پر بنسټ سولې ته لومړیتوب ورکړي. هغه ټینګار کړی چې جګړه حرامه ده او د مسلمانانو د وینې ضایع کېدل د اسلامي وحدت پر وړاندې خطر دی. نوموړي د اسلامي هېوادونو مشرانو ته بلنه ورکړې چې د شخړې د ختمولو لپاره ګډه هڅه وکړي او سولهییزې خبرې پرمخ یوسي.


































