د ترکیې په اوبو کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله څلور افغان کډوال مړه شوي دي. ترکي چارواکي وایي، په دې پېښه کې د دریو ښځو او یو ماشوم په ګډون څلور افغان کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د ترکي چارواکو په خبره دا کښتۍ تېره ورځ د ترکیې د اوبو په شمالي برخه کې ډوبه شوې ده. چارواکي زیاتوي، د ژغورنې د عملیاتو په پایله کې ۱۱ هغه کډوال چې غوښتل یې په غیر قانوني ډول اروپا ته لاړ شي بچ شوي دي. د هغوی په خبره په دې کښتۍ کې د افغان او ایراني کډوالو په ګډون ۱۵ کسان سپاره وو.





































