د امریکا د جګړې وزیر پیټ هیګسټ ویلي چې په منځني ختیځ کې روانه جګړه د افغانستان او عراق له جګړو سره توپیر لري او دا ځل به پخوانۍ «ناسمې طریقې» ونه کارول شي. نوموړي په یوه مرکه کې زیاته کړې چې امریکا لا هم پراخ پوځي ظرفیت لري او د اړتیا په صورت کې به له هوايي بریدونو او درنو بمونو کار واخلي. هیګسټ همداراز د ایران پر وړاندې د امریکا د ولسمشر د «بې قیده او شرط تسلیمۍ» د غوښتنې په اړه روښانه دریځ نه دی ښودلی، خو ټینګار یې کړی چې که ایران د جګړې توان له لاسه ورکړي، نو بالاخره به تسلیم شي.




































