ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تېر کال په افغانستان کې څه باندې ۱۴ میلیونو کسانو حیاتي او ژغورونکو مالوماتو ته لاسرسی موندلی دی. یونیسف ویلي، د دغو کسانو له ډلې ۲۹۱ زرو کسانو خپل نظریات او تبصرې له دغه بنسټ سره شریکې کړي، څو د هغو خدماتو په ښه والي کې مرسته وشي چې هغوی ته وړاندې کېږي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د بشري او اقتصادي کړکېچونو د دوام له کبله، کورنیو او ماشومانو ته د حیاتي معلوماتو لاسرسی لا ډېر ارزښت پیدا کوي. نړیوالو بنسټونو په ټینګار سره ویلي، چې سم مالومات کولی شي د خلکو ژوند وژغوري، په ځانګړې توګه په هغو لرې پرتو او کليوالي سیمو کې چې عامو خدمتونو ته پکې خلک کم لاسرسی لري.



































