امریکا په یوه تازه خبرداري کې د نړۍ هېوادونو ته ویلي چې فضا دې په وسایلو نه لړي. د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شانهان ویلي، هر هېواد چې د سټلایټ ضد وسلې فضا ته توغوي، ددې خطر ډېروي چې ټوټې یې د ځمکې په مدار کې پاتې شي. هغه زیاته کړې هر هېواد ته یې پیغام دا دی چې فضا باید په وسایلو ونه لړي ځکه فضا د ټولو انسانانو شریک میراث دی. امریکا دا خبرداری وروسته تر هغه ورکوي چې پرون هندوستان په بریالۍ توګه د سټلایټ ضد یو توغندی فضا ته وتوغاوه.





































