د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې د پاکستان پوځي رژیم د توپ او هاوان بریدونو له امله درې ملکي وګړي شهیدان او اووه نور ټپیان شوي دي. د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز ویلي، چې دغه بریدونه د سپېرې، ځاځيمیدان او ګربزو ولسوالیو په ځینو سیمو کې شوي چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده. د نوموړي په وینا، د بریدونو له امله د عامو خلکو یو شمېر کورونه هم ویجاړ شوي او د ټپیانو له ډلې د دوو کسانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.




































