د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کډوالو له موقتي کمپ څخه د لیدنې پر مهال ويلي، ا.ا ژمن دی چې د راستنو شویو کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي. نوموړي ویلي، هڅه کېږي چې کډوالو ته د استوګنې ځای، لومړني خدمتونه او کاري فرصتونه برابر شي. هغه مسوولینو ته لارښوونه کړې، چې د کډوالو چارو ته جدي پاملرنه وکړي او له راستنو شویو هېوادوالو یې غوښتي چې د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.




































