د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) پر خپله اېکس پاڼه په لیکلي بیان کې د اوبو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په روغتیايي مرکزونو کې پاکو اوبو ته لاسرسی د ځينو ناروغیو په مخنیوي کې مهمه ونډه لري او د ماشومانو د روغتیا لپاره حیاتي دي. نوموړي سازمان زیاته کړې، چې پاکې اوبه «د معمولي ویزیت او مخنیوي وړ انتان ترمنځ پوله ده» او نشتوالی یې ښايي ماشومان له جدي ګواښ سره مخ کړي. یونیسف زیاته کړې چې د بریتانیا په ملاتړ په روغتیايي مرکزونو کې د پاکو اوبو خدماتو بیارغونه او پیاوړتیا دوام لري څو د ناروغانو په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره د درملنې چاپیریال لا خوندي شي.




































