د ټولګټو چارو وزارت محمد اشرف حق شناس وایي، چې د کابل- جلالاباد دویم لین سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي. نوموړی وايي، د دغې پروژې لومړی پړاو له جلال اباد او دویم پړاو یې له کابل څخه پلې کېږي او د دغې لویې لارې درېیمه برخه یې د سروې او ډیزاین په پړاو کې ده او د پيل لپاره یې ځمکه چمتو کېږي. د خصوصي ځمکني ټرانسپورټ مسوولین ټينګار کوي، چې د کار د سرعت سربېره د هغه کیفیت معیاري ډيزاین او د تخنیکي مهارتونو کارول د داسې پروژو په دوام او اغېزمنتوب کې پرېکړه کوونکی رول لوبوي. د کابل – جلال اباد لویه لاره په هېواد کې یو له مهمو ټرانزیټې لارو څخه ده، چې د سیمې له بندرونو او بازارونو سره د افغانستان په نښلولو کې مهم رول لوبوي.




































