یو شمېر افغان سیاسي شخصیتونو، استادانو، مدني فعالانو او قومي مشرانو په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) دفتر ته د پاکستان د وروستیو بریدونو په تړاو اعتراضلیک وسپاره. په لیک کې له نړۍوالو بنسټونو غوښتنه شوې چې د پاکستان بریدونه وغندي، د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی وشي او یادې پېښې په بېطرفه ډول وڅېړل شي. اعتراض کوونکو همداراز غوښتنه کړې چې د بریدونو مسوولین محاکمه او د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړل شي.




































