د افغانستان د زرګرانو ټولنې رییس، محمد بشیر احسان وايي، چې په تېره یوه اونۍ کې د سرو او سپینو زرو بیې د پام وړ راکمې شوې دي. د معلوماتو له مخې، د هر اونس سرو زرو بیه له ۵۲۰۰ ډالرو څخه ۴۱۰۰ ډالرو ته او د سپنیو زرو بیه هم له ۹۲ ډالرو کمښت سره نږدې ۶۱ ډالرو راټیټه شوې ده. زرګران وايي، دا بدلون د نړۍوالو بازارونو او سیمهییزو حالاتو له امله رامنځته شوی او په کورنیو بازارونو يې هم اغېز کړی، چې له امله یې د سرو زرو او سپینو زرو بیې ټيټې شوې دي.




































