د ناټو د عمومي منشي په توګه د ینس سټولټنبرګ د کار دوره تر ۲۰۲۲ کال پورې تمدید شوه. ناټو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ناټو غړي د دې ټلوالې د عصري کولو او د ټولو چارو د سمون په برخه کې د ښاغلي ینس سټولټنبرګ د هڅو ملاتړ کوي. خبرپاڼه زیاتوي، د ناټو واړه ۲۹ غړو د هغه د کاري دورې د تمدید لپاره رایې ورکړې. سټولټنبرګ له دې پرېکړې وروسته پر ټوېټر په یوه پیغام کې لیکلي چې د ناټو غړو له دې پرېکړې سره ده ته ویاړ وربښلی دی. ینس سټولټنبرګ په ۲۰۱۴ کال کې د ناټو د عمومي منشي په توګه په کار پیل وکړ او په پام کې وه چې نوموړی به خپلې دندې ته تر ۲۰۲۰ کال پورې دوام ورکړي.