د هلمند ولایتي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت سنګین ولسوالۍ کې د زیاتو ورښتونو له امله د یوه کور چت نړېدلی چې له امله یې درې تنه مړه شوي او ۶ نور ټپیان دي. د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال شیر محمد وحدت ویلي، چې دغه پېښه پرون ناوخته د سنګین ولسوالۍ امانالله کاریز سیمه کې شوې ده. نوموړي ویلي، چې په مړو شویو کسانو کې دوه ماشومانو او یوه ښځه شامله ده او ټپیانو کې یې هم ښځې او ماشومان شته چې د سنګین ولسوالۍ مرکزي روغتون ته لېږدول شوي. د یادې پېښې د ټپیانو وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی.




































