په هلمند ولایت کې د ملک سلیمان خیریه بنسټ له لوري له زرو بېځایه شویو، راستنېدونکو او بېوزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه. د یاد بنسټ مسوولین وایي، چې په دغو مرستو کې اوړه، بوره، لوبیا، وریجې او غوړي شامل دي. ځايي مسوولین وایي، د وچکالۍ له امله شاوخوا ۲۰ زره کورنۍ لا هم بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. بلخوا، د کډوالو چارو مسوولین زیاتوي چې وچکالۍ د خلکو ژوند سخت اغېزمن کړی او ګڼې کورنۍ یې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي دي.




































