د بدخشان په یمګان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ شوی او دوه نور ټپيان دي. د یاد ولایت امنیتي مسوولینو ویلي چې دا پېښه پرون له غرمې وروسته د یمګان ولسوالۍ په «سری آواش» سیمه کې شوې ده. مسوولینو د پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویلي. بدخشان یو له هغو ولایتونو دی چې وخت ناوحت پکې مرګونې ترافیکي پېښې کېږي.




































