په جاکارتا کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې سرپرست سفیر مولوي سعدالله بلوچ د ازبکستان له سفیر سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دوهاړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، او سیمهییز اتصال پر پراختیا خبرې کړې دي. دغه راز دواړو خواوو د اړیکو د لا زیاتېدو او د ګډو همکاریو د پراختیا هیله څرګنده کړې ده.




































