د ا.ا مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې د پاکستان پوځي رژیم له وړمې ورځې راهیسې د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د کونړ، پکتیا او خوست ولایتونو پر بېلابېلو سیمو د هاوان، توغندیو او ډرون بریدونه کړي، چې له امله یې دوه تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او ۲۵ نور، چې ډېر یې ماشومان دي، ټپیان شوي دي. د یو بل خبر له مخې افغان ځواکونو په خوست کې په فرضي کرښه، د غلام خان بندر سيمه کې د پاکستاني پوځي رژیم درې پوستې په بشپړه توګه له منځه وړې دي.




































