د خوست ولايتي مسوولینو ویلي، چې په دې ولايت کې د تېرو څو ورځو پرلپسې اورښتونو او سېلابونو له امله ټولټال ٦٣ کورونه زيانمن شوي، دوه ښځينه ټپي شوې او د ٨٠ جريبه کرنیزې ځمکې د ویجاړېدو تر څنګ پر ٣٠ جريبه کرنیزه ځمکه کرل شوي حاصلات له منځه تللي دي. د معلوماتو له مخې، د یادو ٦٣ کورونو له جملې، ١٧ په مرکز کې؛ چې ٢ ښځينه هم په کې ټپيانې شوې، ١٦ په صبریو-یعقوبیو، ٦ په ګربزو، ١٨ په ځاځي میدان، ٣ په باک، ١ په موسیخېلو او ٢ کورونه په اسماعیلخېلو- مندوزيو ولسوالۍ کې زيانمن شوي دي.




































