په هېواد کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله اوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. له دې سره د تیرې یوې اونۍ په ترڅ کې په افغانستان کې د ورښتونو له امله د مړو شمېر تر ۵۰ واوښت. سختو بارانونو او سېلابونو د هېواد ګڼ د شمېر ولایتونو د اوسېدونکو ژوند یو ځل بیا له جدي ننګونو سره مخ کړی دی. د دغه وضعیت په دوام سره د اغېزمنو سیمو د بشري وضعیت د خرابېدو اندېښنې زیاتې شوې دي. خلک له مسوولینو او مرستندویه بنسټونو غواړي چې بېړنۍ مرستې ورسره وکړي. د هوا پيژندنې د ادارو د اټکل له مخې نن هم د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه شوې ده.




































