د ا.ا ویاند، ذبیحالله مجاهد ویلي، چې په هېواد کې د وروستیو ورښتونو او طبیعي پېښو له امله ۶۱ تنه مړه شوي، ۱۱۶ ټپیان او څلور نور ورک دي. مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې نږدې دوه نیم زره کورونه ویجاړ شوي، کابو ۲۷ زره جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې او تر زرو زیات څاروي تلف شوي دي. افغانستان د اقلیمي بدلون پر وړاندې له زیانمنونکو هېوادونو څخه ګڼل کېږي او د دغو پېښو تکرار ښيي چې له مناسب پلان جوړولو او د مخنیوي له اقداماتو پرته به د ځاني او مالي زیانونو خطر لا هم پر خپل ځای وي.




































