د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د ۲۰۲۱ کال راهیسې ترینګلې دي، خو د فیبروي ۲۶ د ۲۰۲۶ کال پر مهال دا شخړه په بشپړه توګه پوځې جګړې ته ورسیده. پاکستان ددې شخړو ترشا تل دا استدلال کړلو چې افغانستان تل د پاکستاني طالبانو لپاره پټنځایونه، تیاروي او له افغانستان څخه پاکستان ته د بریدونو په موخه جنګیالي روزي. خو د دې پر وړاندې پاکستان پر لومړی ځل پر کابل، کندوز، پکتیا او پکتیکا کې سلګونه ملکی کسان ته مرګ ژوبله واړوله. افغانستان تل د پاکستان دا نامستنده تورونه رد کړي او پاکستاني رژیم یې د خپل داخلی امنیت د ساتنې پر وړاندې ناتوانه ګڼلی دی.
په دې وروستیو کې جګړه کمه شوی ده خو له دې سره سره، په سرحدي سیمو او د ډیورنډ کرښو کې د افغان ځواکونو او پاکستاني عسکرو ترمنځ وخت ناوخت پوځي شخړې کیږي.
د سیمې د ثبات او ښه کاونډیتوب د نیت په اساس چین په رسمې توګه د منځګړی رول ادا کول غوره کړل. او د دې اقدام پیل یې د خپل سفیر د سفر په ترڅ کې پاکستاني لوري ته وړاندې کړو. د فیبروي په میاشت کې د چین سفیر ښاغلی جیانګ زیدونګ له پاکستاني لومړی وزیر شهباز شریف سره لیدنه وکړه چې د چین د ولسمشر شخصی پیغام یې ورته وړاندې کړو. ددې پیغام اصلی موخه د جګړې سم دستي درول او د خبرو پیل کول وو.
له هغې وروسته په دومداره توګه د چین هېواد له لوري د دیپلوماسۍ د تقویت او د جګړې د مخینوي په موخه چین د سولیزو پیغامونو د لیږد په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د رښتیني منځګړي رول ته ژمن پاتې شوي او دا هڅې په دې وروستیو کې تر ټولو ډیرې پراخه شوې دي.
اوس پوښتنه داده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په شخړه کې ولې د چېن منځګړې رول مهم او ستراتیژیک دی؟
په جګړو کې پر چین ځکه د نورو هېوادونو په پرتله باور او اغیزمنتیا ډېره ده چې چین تل د سولې پلوی او سوله پال په توګه پیژندل شوی دی. او دا د جګړې په برخه کې د ښکیلو ملتونو لپاره تر ټولو مهمه موضوع ګنل کیدلی شي، ځکه په تاریخي لحاظ د منځګړي تاریخي مخینه د جګړې ښکیلو لورو ته تر ټولو مهمه خبره ده چې دوي منځګړې په پوره معنا وپیژني او درک کړي. اوس که امریکا د دې لپاره هڅه وکړي چې د افغانستان او پاکستان د جګړې په برخه کې د منځکړی رول ادا کړي دا به د معاصر تاریخ تر ټولو هیښوونکي او خندونکې پېښه وي، چې عملا هغه هېواد چې په نړۍ کې یې د جګړو لوګی بل کړي دي، اوس د سولې په برخه کې د منځګړې رول ادا کوي. نو په دې اساس د منځګړي اراده او د منځګړي تاریخی شالید تر ټولو مهم بحث دی چې د جګړې په برخه په نظر کې نیول کیږي.
په واقعیت کې چېن د امریکا په پرتله تر ټولو ښه ملګرتیا له پاکستان سره کړې پراخ فرضونه یې ورکړي په پراخه توګه یې انکشافی پروژې ورته عملي کړې او معدونونو په استخراج یې کې تر ټولو ډېره مرسته ورسره کړې ده. نو دې ټولو مسایلو ته په کتو پاکستان اړ دی چې د چین خبره په پوره احتیاط او غور سره واوري او عمل پرې وکړي.
د افغانستان په برخه کې چین تل د افغانستان یوه نیک ګاونډی او د سیمې د ثبات په برخه کې د متوازن پرمختګ ستراتیژیک سوداګریز ملګری پاتې شوی دی، نو د افغانستان لوری هم پر چین د منځګړې په توګه تر ټولو ډېر باور لري او دې باور ته پوره ژمن دی. خو د افغان لوري سره تر ټولو لویه اندیښنه دا ده چې پاکستان لکه د تیر په ځير بیاځلې د امریکا د ورکړل شوې نقشې په لیکو قدم وانخلي، چې دا ځل به یې پایلې هغه څه وي چې پاکستان به یې د خپل کمزوري وجود په قیمت پرې کوي.
چېن په ځلونو نړۍ ته او د سیمې هېوادونو ته خپل پیغام په روښانه توګه وړاندې کړی او کوي یې، دوي په دې باور دی چې ملتونه او حکومتونه تل د سولې او ثبات په مټ ځان بسیاینې ته رسیدلي او دا یې درک کړې چې جنګ له بدمرغۍ او ویجاړۍ پرته بل هېڅ پیغام له ځان سره نه راوړي. او تل یې په دې اساس هڅه کړې چې د منځګړي رول ولوبوي. له اقتصادي اړخه چین ته افغانستان او پاکستان هغه وخت اغیزمن دي چې په سیمه کې ثبات خوندي وي او د هېوادونو ترمنځ د راشه درشه لار پرانیستل شوې وي، نو چین هېڅ وخت د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د جګړې نه غوښتونکی او نه هم په تاریخي لحاظ چېن د جګړې پلوی لیدل شوي، او دا یې هغه اړخ دې چې د لوی افغانستان دواړو لوریو ته د منلو او درناوي وړ دی. چین په پوره معنا دا وړتیا لري چې د سیمې د هیوادونو ارادې د سولی او شخړې په برخه کې تشخیص کړي. او هېڅ وخت د دې اجازه نه ورکوي چې کوم هېواد په سیمه کې د نا امنۍ په مټ سیمه جګړې ته داخل او بیا د پردیو په لمسن د دوي پلان په سیمه کې تطبیق کړي. دې موخې ته چين پوره بیدار دی او په خپل بشپړ توان ددې هڅې مخنیويکوي. چېن اوس د نړۍ د هغو هېوادونو په کتار کې لومړی دی چې د نورو هېوادونو ترمنځ د منځګړیتوب تر ټولو لوی باور پرې کیږي او نړیوالو ته هم دا ثابته شوې ده. که د چین اغیزمنتیا د منځګړي په توګه تحلیل شي، نو تر ډېره بریالی ده، چین وتوانیدو چې د دواړو لوریو ترمنځ د جګړې شددت را کم کړي او باور یوه نسبی فضا رامنځته کړي. اوس د پاکستان لپاره په دې جګړه او مذاکراتو کې تر ټولو لویه ننګونه دا ده چې څنګه چین او افغان لوري ته ځان په رښتینې معنا آزاد وښایی، په سیمه او نړۍ کې پر پاکستان تر ټولو لوی داغ د امریکا د پټو سترګو د ماموریتونو تطبیقول ګڼل کیږي او دا یې په دریځ تر ټولو لویه اغیز پریباسي.
نو په پایله کې ویلی شو که پاکستان سولې او ثبات ته خپله ژمنتیا وښایی او د منځګړي شتون ته پوره درناوي ولري نو دې مذاکراتو بریالیتوب به د ښکیلو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې پروسه بیرته له سره پیل کړي او دا به د دواړو هېوادنو د ولسونو لپاره ښه پیغام ولیږدوي، او که دا مذاکرات ناکام شول نو دا ښکاره خبره ده چې نړۍ د خپلې بې نظمۍ او پراخه جګړو سربیره دې ته وخت نه لري چې پاکستان ته د سیمې هېوادونه او نړیوال نور غوږ کیږي او نه هم پاکستان ددې وړتیا لري چې ځان په دې جګړه قربانی ثابت کړي. اوس نړیوال او د سیمې هېوادونو هرڅه په مستنده او ښکاره توګه ویني، دا به ډیره پیچلې وي چې موږ نړیوال د خپلې ناسم انځور منلو ته اړ کړو او بیا ځان د عدالت او سولې پیرو وبولو، خو کړنې مو د جګړې او ترهګریزو فعالیتونو د پراختیا تر ټولو لوی ثبوت وړاندې کړي. ملتونه تل د سولې پلوی دی او د سولې لپاره یې ارادې ځواکمنې دي. یوازې د حکومتونو ژمنتیا ته یې اړتیا لیدل کیږي.































