د کاپیسا ولایت کې د پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله پراخ مالي او کرنیز زیانونه اوښتي دي. د مسوولینو په خبره په دغه ولایت کې ۱۴۷ استوګنیز کورونه نړېدلي، ۱۰ کیلومتره سړک زیانمن شوی او ۷۲۵ جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده. دغه راز ویل شوي چې د څښاک اوبو ۵ څاګانې، د اوبو رسولو ۱۲ شبکې، ۶ پلچکونه، ۱۵ څاروي او ګڼ شمېر مېوه لرونکي او غیر مېوه لرونکي نیالګي هم زیانمن شوي دي. د یاد ریاست د مالوماتو له مخې، لا هم په سیمه کې بارانونه دوام لري او د زیانونو د زیاتېدو احتمال شته دی.




































