د اسټرالیا یو پخوانی پوځي، بن رابرټس-اسمیت، د دغه هېواد د سیدني په هوایي ډګر کې، د افغانستان په جګړه کې د تر سره کړو جګړهییزو جنایتونو په تړاو نیول شوی. د ګارډین د راپور له مخې، د اسټرالیا فدرالي پولیسو ویلي چې بن رابرټس-اسمیت د جګړهییز جنایت تر عنوان لندې په پنځو قتلونو تورن دی، چې که ثابت شي، سزا یې عمري زندان دی. د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، دغه تورونه له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۲ کلونو پورې افغانستان کې د درېیو پېښو اړوند دي. د راپور له مخې، د دې پېښو قربانیان بې وسلې افغانان وو، چې په نښتو کې یې هېڅ برخه نه درلوده او د اسټرالیايي ځواکونو تر کنترول لاندې وو. ګارډین لیکلي چې اسمیت مخکې هم د ملکي وګړو د قتل په تړاو د رسنیو پر وړاندې په یوه قضیه کې تورن شوی و. په راپور کې راغلي چې رابرټس-اسمیت به محکمې ته حاضر شي او دې قضیې ته د رسېدنې بهیر به پیل شي.




































