د فراه ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې په ابو نصر فراهي بندر کې هغه اورلګېدنه مهار شوه چې تېره ورځ مازیګر مهال د ټایرونو په یو پلورنځي کې رامنځته شوې وه. د سرچینې د مالوماتو له مخې اورلګېدنه د فراه او د ایران د اور وژنې ټیمونو په ګډو هڅو مهار شوې ده. سرچینې د اور لګېدنې له امله د اوښتو مالي زیانونو په اړه څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده چې چاته پکې مرګژوبله نه ده اوښتې.




































