د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام ویلي، چې د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار له ۲۰۰۴ کال راهیسې درې برابره پراخ شوی دی. سرچینې ویلي چې که دا پراختیا د ښه ښاري پلان جوړونې او پانګونې له لارې سم مدیریت شي، نو کولای شي د ټولو لپاره د سالمو کورونو او ښه ژوند زمینه برابره کړي. د یاد پروګرام په وینا، د معیاري او منظم ښارونو جوړول د ټولو لپاره اړین دي او باید ورته ځانګړې پاملرنه وشي. تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام ویلي وو چې مزار، فیروزکوه، هرات او یو شمېر نور ښارونه په تېرو شلو کلونو کې څو برابره پراخ شوي دي.




































