د لوګر ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د مرکز اړوند د اشنفور په سیمه کې د را ستنو شویو کډوالو لپاره دویم ښارګوټی جوړېږي. د سرچینې د مالوماتو له مخېدغه ښارګوټی پر څه باندې ۲۱۴۳ جریبه ځمکه جوړېږي او تیره ورځ یې د کور او ښار جوړولو تخنیکي ټیم له لوري د کروکي (نقشې) چارې هم پیل شوې دي. د لوګر د کور او ښار جوړولو رئیس مولوي مطیعالله زاهد رسنیو ته ویلي، چې د دې ښارګوټي لپاره د ځمکې ټاکنه او لومړنۍ سروې ترسره شوې ده.




































